ایکناد الامه خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د ؛کشمیر دوسیې ؛ نومې جنجالی فمل له خپریدا وروسته،د ؛د کیرالا کیسه ؛ نومې یوبل فلم په هندوستان او درستې نړۍ کې د مسلمانانو د بدنامولو لپاره جوړ شوی دی.
دغه فلم به د په هندي ،تلوګو،تامیل او مالائي ژبو سره د درست هندوستان په سینماګانو کې د Sudipto Sen په ډایریکټرئ او لیکوالئ سره پر سکرین وړاندې شي.
ددغه فلم سپیر هدف په درستې نړۍ کې د مسلمانانو پهضد دنفرت او کرکې پراختیا او خورول دي.
دهند کیرلا وزیر اعلییناری ویجایّن چې د هند کمونیسټ ګوند(مارکسیسټ)یو مسئول مقام دی په یوې وینا کې ، ددغه جنجالی فلم په جوړونکو په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، دوي هڅه کوي د عشقي جهاد په اصطلاح سره دیوې موضوع په مطرح کولو سره په دغې صوبې کې ناکرارۍ او اړئ ګړئ رامینځةکړي.
هغه ووئيل، چې دغه فلم په هیواد کې د نفرت دپراختیا او د فرقه پال تبلیغ دخورولو په موخې سره جوړ شوی دی.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دفلم جوړونکي په هندوستان کې ددیني او مذهبی انسجام په له مینځه وړلو پسې دي،زیاته کړه، په دغه فلم کې په دروغو سره ادعا شوې ده چې په کیرالا صوبې کې ۳۲زره هندۍ ښځې مسلمانې شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4137877